انصار:( د لړم ۱۰مه)، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستيګل عابد وایي، د افغانستان اوسنۍ کرېکټ ملي لوبډله کولای شي چې د نړۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي.
نوموړی دغهراز د افغانستان کرېکټ د وروستیو بریاوو امتیاز د لوبډلې روزونکو برخې ته ورکوي او زیاتوي چې هغوی په دې برخه کې مسلکي او رښتیني ګامونه اخیستي دي.
« د افغانستان کرېکټ روانو سیالیو د بري ډېر کریډیټ زه د لوبډلې روزنکو ته ورکوم، ځکه زموږ لوبډله ډيری وخت د شل اوریزو سیالیو په مورال لوبغالي ته ښکته کېدل، خو د روزونکو پرلپسې هڅو دغه مورال له شل اوریزو څخه ۵۰ اورونو ته پورته کړو چې دا یو ښه خبر دی. پخوا به زموږ بال کېده، خو بیټ به نه کېده او بیا به کله ډګر ساتنه کې ستونزې وې، خو اوس شکر دغه ستونزې هوارې شوې دي او زموږ لوبډله ډېره ښه روانه ده.»
د کرېکټ برخې یو بل مبصر او شنونکی سرتاج شاهدزی بیا وایي، که افغان لوبډلې غواړي چې د نړیوال جام په سیالیو کې وړاندې ولاړه شي، باید پاتې سیالۍ عادي ونهګڼي.
« که موږ هالینډ ته په کمه سترګه ګورو او یا ووایو چې پر دوی برلاسي یوو، نو داسې نهده، باید د دوی پر وړاندې ښه ولوبیږو او د جمعې په ورځ لوبه ترې وګټو. که موږ د جمعې په ورځ لوبه ګټو، نو دا به زموږ په راتلونکو سیالیو چې جنوبي افریقا او استرالیا سره دي، مثبت اغیز وکړي او په لوړ مورال به ورشوو.»
افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې د انګلنډ او پاکستان پر وړاندې دوې تاريخي برياوې لرلې.
دا لومړی ځل و چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې دغو دواړو لوبډلو ته ماته ورکوي.
د کرېکټ نړيوال جام د جدول له مخې افغانستان اوسمهال په شپږم نمبر دی که د لومړي پړاو سياليو کې د سر په اتو لوبډلو کې راشي، د راتلونکې چمپينز ټرافۍ سياليو ته به لار ومومي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28169